تفسیر روح البیان پنځم جلد صـ ۲۲۶ دَ سورۃ کھف شریف ددے آیت شریف دَ لاندے لیکلی دی چہ (وَکَلْبُھُمْ بَاسِطٌ ذِراعَیْۃِ بِالوَصید◌) پہ روایت دَ مقاتلؒ سرہ چہ اوږد حدیث دے او الفاظ ئ داسے دی چہ (روی انہ یدخل الجنۃ مع المؤمنینؒ علیٰ ما قال مقاتلؒ عشرۃ من الحیوانات تدخل الجنۃ ناقۃؔ۱ صالح علیہ السلام وعِجۡلُؔ۲ ابراھیم علیہ السلام وکبشؔ۳ اسماعیل علیہ السلام و بقرۃؔ۴ موسیٰ علیہ السلام وحوتؔ۵ یونس علیہ السلام و حمارؔ۶ عزیر علیہ السلام و نملۃؔ۷ سلیمان علیہ السلام و ھدھدؔ۸ بلقیسؓ و کلبؔ۹ اصحاب الکھفؓ وناقۃؔ۱۰ محمدﷺ فکلھم یصیرون علیٰ صورۃ کبش ویدخلون الجنۃ ذکرہ فی مشکوٰۃ الانوار ۔۔۔الخ) نو ھغہ (مقاتلؒ) فرمائی چہ پہ ورځ دَ قیامت باندے بہ لس (۱۰) حیوانات دَ نیکانوؒ پہ ډله کښ جنت تہ ځي سرہ ددے چہ دَ حیواناتو دَ پارہ علی العموم نہ جنت شتہ او نہ دوزخ او صرف ددے دَ پارہ بہ ئے ژوندی کړي چہ دَ یوبل نہ بہ ھغہ خپل بدل واخلی خو جنت ورلہ نشتہ خو لیکن دا لس(۱۰) حیوانات بہ جنت تہ ځي پدے وجہ چہ دَ انبیآء کرامو علیھم السلام او اولیآءوؒ او دَ نیکانوؒ خلقو ډله ئ غورہ کړے وہ او محبت ئے ورسرہ کړے وو الحمدللہ ۔ اوس راځو تشریح او تفصیل تہ پؔس :
(۱) اول نمبر(سپے دَ اصحاب کھفؓ)
سپے ګوره څومره ناکارہ او نجس شئ دے چہ مونږ او تاسو ترینہ کرکہ کؤو ۔ دَ اصحاب کھفؓ پہ وخت کښ یو کافر بادشاہ دقیانوس راغے او دَ اسلام ھغہ بادشاہ ئے شھید کړو او پہ تخت کیناستو ۔ نو حکم ئے اوکړو چہ راځئ او زما دے بُت تہ بہ سجدہ کوئ او ھر قسمہ مال و دولت بہ درکوم او چہ څه غواړئ نو ھغہ بہ درکوم ۔ نو عام خلق چہ څومره وو نو ھغوی خو ضعیف الایمان وی نو ھغوی لاړل او ھغے بت تہ ئے سجدہ وکړه او دا اوہ(۷) کَسان (علی القول الراجح) دَ اصحاب کھفؓ چہ وو نو دویؒ ئے راوغوښتل نو دویؒ تہ ئے اوئیل چہ تاسو څه کوئ زما حکم منئ کہ نہ؟ نو ھغویؒ اوئیل چہ نہ مونږ هيڅ کلہ ھم ستا دا حکم نہ شو منلے ۔ مونږه ټول عمر دَ خدائ پاکٔ پہ حق دین کښ تیر کړيدے نو انکار ئے اوکړو ۔ نو چہ انکار ئے اوکړو نو دے بادشاہ ورتہ اووئیل چہ بسؔ تاسو تہ درے ورځے مُھلت دے چہ پدے درے ورځو کښ بہ یا راشئ زما دے بُت تہ بہ سجدہ اوکړئ او سرہ زر او ھر څه بہ درکړم او کہ تسلیم نہ شوئ نو بیا بہ مو قتل کړم نو دویؒ لاړل کورتہ نو چہ کور تہ لاړل نو دَ شپے راغونډ شول او خپلو کښ مصلحت کوی چہ څه وکړو کافر بادشاہ خو راباندے دغسے حکم اوکړو؟ نو یو کشر پکښ وو او دَ کشر سړي عقل وتجربہ خو کمزورے وی نو ھغہ پکښ اووئیل چہ بس دلتہ بہ دَ خدائ پاکٔ عبادت کوؤ ځکه چہ مونږ چرتہ لاړ شو؟ دا بنګلے چاتہ پريږدو او دا کور چاتہ پريږدو؟ ځکه دویؒ دَ سابقہ شاھی خاندان کسان وو نو ھغہ مشر ورتہ وائی چہ نہ صاحبہ!
؎ نے مقام صبر و نے جائ گریز ::
نے امید تو بہ نے جائ ستیز ::
وئیل چہ داسے یو ورځ راباندے راروانہ دہ چہ پہ ھغہ ورځ بہ بیا نہ صبر پہ عذاب کولے شو او نہ توبہ قبليږي او دَ تیختے ځائ ھم نشتہ او دَ خدائ سرہ دَ مقابلے طاقت مو ھم نشتہ ۔ نو دا جائداد بنګلے ھر څه پريږدو او ځئ ھجرت کؤو نو دَ ھغہ پہ خبرہ باندے دے ټولو اتفاق اوکړو او دَ شپے روان شول ۔ نو چہ دَ شپے روان شول نو چہ صبا راختلو نو دویؒ دَ غرہ سر تہ ختلی وو ۔ او دا خو ډير نیازبین خلقؒ وو نو پدے غر کښ یو شپونکی ګډے ساتلے نو ھغہ ورپسے رامنډے اوھلے او راغے او دَ دویؒ لاس او خپے ئے ښکل کړل او ورتہ ئے اوئیل چہ تاسوؒ خو ډير نازک خلق ئ نو دا چرتہ ځئ او څه چل دے ؟ نو ھغویؒ ورتہ خپلہ واقعہ بیان کړله چہ دغسے کافر بادشاہ راغلے دے او بت تہ راباندے سجدہ کوی او مونږ ځو چرتہ دے غرہ کښ یو پټ ځائ ګورو چہ پکښ دیرہ شو ۔ نو ھغہ شپونکی ورتہ اووئیل چہ داسے چل دے؟ نو دویؒ اووئیل چہ اٰوو نو ھغہ ورتہ اووئیل چہ زہ بہ مو منزل تہ ورسوم ځکه چہ ماتہ خو لار معلومہ دہ او زہ ھم ستاسو ملګرے یم نو دویؒ چہ روان شول نو ھغہ ګډبه (شپونکی) سرہ یو سپے وو چہ ھغہ ھم ورسرہ روان شو نو دویؒ ھغہ سپے پہ کانړي اوویشتلو چہ مہ رازہ راپسے دَ لوږے نہ بہ مړ شے او مونږ خو ځو غار تہ نو ھغہ سپے ورتہ خدائ پاکٔ ګويا کړو چہ نہ! تاسو بہ پہ غار کښ څملئ او زہ بہ دَ غار پہ خُلہ کښ تاسو لہ څوکئ کوم او ځه دَ اولیآء اللہؒ سرہ محبت لرم ۔ نو دویؒ لاړل او ھغہ سپے چہ قطمیرؒ نوم ئ وو ھم ورسرہ لاړو او دا اصحابؒ کھف ھغہ غار تہ ورننوتل او دا سپے ئے بھر پریخودلو نو دا سپے دَ غار پہ سر کیناستو او دے سپی لہ خدائ پاکٔ دَ ازمری شکل ورکړو ۔ غټے غټے سترګے ئے شولے او شکل ئے دَ زمری شو نو چہ دَ لرے نہ بہ ھم چا ولیدو نو تختیدو بہ ملخصًا ۔ خیر واقعہ بیا ډيره اُوګده دہ چہ تفاسیرو ذکر کړے دہ خو زہ بہ ترے دا لږه غوندے بطور خلاصہ راواخلم نو آخر دا چہ دویؒ (پہ دغہ غار کښ ودہ شول ۔ نو سپے ھم ودہ شو او دویؒ ھم ودہ شول نو نھہ دَبرہ درے سوہ (۳۰۹) کالہ دویؒ پہ دغہ غار کښ پراتہ وو ۔ ملائکے علیھم السلام ورتہ ولاړے وے او ډډے پہ ډډے بہ ئ اړه ول چہ چرتہ ستړي نہ شی او چہ ډډے ئے چرتہ پہ خارو پسے وننخلی ’’وَنُقَلِّبُھُمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَذَاتَ الشِّمَالِ ‘‘ نو اللہ پاکٔ فرمائی چہ مونږ ورتہ ملائکےؑ ودرہ ولے ځکه چہ دا دَ خدائ ډله دہ او دا کافران چہ کومے نعرے وھی نو دا دَ شیطان ډله دہ نو نھہ دبرہ درے سوہ(۳۰۹) کالہ بعد بیا دویؒ راویخ شول ۔ نو ھغہ دقیانوس کافر پکښ مردار شوے وو او بیا دَ اسلام بادشاہ پرے راغلے وو ۔ نو پدے وخت کښ خو لا دویؒ دغسے پہ ھغہ ویرہ کښ پراتہ وو کَنہ او ووګي شوی ھم وو او دا ئے ګمان وو چہ ګنے یوہ ورځ یا نیمہ ورځ راباندے تیرہ شوے دہ ۔ نو یو دوہ کسان ئے وليږل او ورتہ ئے اووئیل چہ تاسو دوانړه بہ لاړشئ او غلے غلے بہ خبرے کوئ او یو مسلمان نانبئ بہ وګورئ او دَ ھغہ نہ بہ روټئ واخلئ چہ چرتہ دا کافر بادشاہ درنہ خبر نہ شی ځکه چہ دَ دویؒ خو دا ګمان وو چہ ګنے دا بہ ھم ھغہ زمانہ وی قال تعالیٰ (وَلْیَتَلَطَّفْ وَلاَیُشْعِرَنَّ بِکُمْ اَحَداً◌)او نرمی دے کوی او نہ دے خبرہ شی پہ تاسو باندے هيڅوک ۔ نو چہ دویؒ بازار تہ لاړل او ھغہ روپئ ئ ويوړلے نو ھغہ روپئ خو دَ ھغہ کافر بادشاہ دَ زمانے وے نو چہ ھغہ روټئ والا دَ دویؒ سرہ دغہ پیسے ولیدے نو ھغوی ورتہ اووئیل چہ دا تاسو څوک ئ ځکه چہ دا پیسئ خو دلتہ نہ چليږي چہ تاسو دَ کوم ځائ نہ راغلے ئ؟ نو دویؒ ئ ونیول او پديکښ دَ خدائ پاکٔ حکمت وو ځکه چہ دا خبرہ خدائ پاکٔ ظاھرہ ولہ نو دویؒ ئ بادشاہ لہ بوتلل ۔ نو بادشاہ ورتہ اوئیل چہ وريږئ مہ! زہ خو مسلمان بادشاہ یم او ھغہ کوم کافر بادشاہ چہ وو نو ھغہ ھلاکٔ شویدے او ددے روپئ نہ معلوميږي نھہ دَبرہ درے سوہ(۳۰۹) کالہ عمر ۔ نو تاسو څوک ئ او چرتہ ئ؟ ماتہ زان اوښآیئ نو ھغویؒ ورتہ ټوله واقعہ بیان کړه او ځان ئے ورتہ وښودلو چہ دغسے دَ فلانی بادشاہ نہ تختیدلی وو او پہ فلانی غرہ کښ ودہ پراتہ وو خو چہ راپاسیدو نو مونږ یوبل تہ اوئیل چہ څومره وخت مو تیر کړو نو وئیل چہ ’’ قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْماً اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ‘‘ دوی اُوئیل چہ درنګ تیر کړے دے مونږه یوہ ورځ او یا نیمہ ورځ ۔ نو ګوره ۳۰۹ کالہ پيړئ پکښ تیرے شوے وے نو علماءوؒ پہ دغہ ځائ کښ لیکلی دی چہ ګوره دَ قبر حال ھم دغسے دے ۔ نو کوم څوک چہ خدائ پاکٔ دَ ایمان سرہ بوزی او دے پہ سوال و جواب کښ کامیاب شی نو پہ حدیث کښ راځي چہ پدے قبر کښ بہ ورتہ دَ جنت فرشونہ وغوړيږي او اللّٰہ تعالیٰ بہ اوفرمائی چہ (البسوہ من الجنۃ وافرشوہ من الجنۃ ، الحدیث) یعنی جامے ورواغوندئ دہ تہ دَ جنّت او فرشونہ ورتہ خوارہ کړئ دَ جنّت الخ ۔۔۔ او ورتہ بہ اوئیلے شی چہ ’’نَمْ کَنَوْمَۃِ الْعُرُوْسِ‘‘ چہ ودہ شہ دَ اولے شپے دَ ناوے پہ شان او دَدے “عُرس مشائخؒ” اخذ شوے دے ۔ نو چہ دے کلہ دَ قیامت پہ ورځ راپاڅي نو ددہ نہ بہ تپوس وشی چہ څومره وخت دے تیر کړو؟ نو دے بہ اووائی چہ ’’لَبِثْتُ یَوْماً او بعضَ یومٍ‘‘ چہ درنګ مے تیر کړے دے یوہ ورځ او یا نیمہ ورځ (او ھغہ روحانی تصرفات دَ انبیآء کرامو علیھم السلام او اولیآء عظاموؓ پکښ علاوہ دی او دغہ رنګه حیات الانبیآءؑ والاولیآءؒ والشہدآءؒ ثابت بالدلائل کما فی مخزن الحقائق) ۔ نو خدائ پاکٔ دے مونږ او تاسو تہ قبر ګلِ ګلزار کړي (آمین) ۔ لکہ څنګ چہ پہ اصحابؒ کھفُ باندے ۳۰۹ کالہ پيړئ تیرے شوے وے او بیرتہ دَ رابیداریدلو څخہ وائی چہ پہ مونږه باندے نیمہ ورځ تیرہ شویدہ او یا پورہ ۔ نو رونړو دَ اصحاب کھفؒ دَ دغہ واقعے دَ لاندے کتابونو لیکلی دی چہ دَ قبر مثال ھم دغہ دے ۔ څوک چہ دَ کامل ایمان سرہ خدائ پاکٔ بوزی نو دا قبر ددہ دَ پارہ دَ جنت باغیچہ شی او ملائکو علیھم السلام تہ خدائ پاکٔ اوفرمائی چہ دا قبر ورتہ فراخہ کړئ نو تر پنځه سوہ کالہ مزل پہ مقدار باندے ورتہ دا قبر فراخہ شی و فی روایۃٍ اویاګزه اوګد او پلن ۔ وفی روایۃٍ چہ ترڅو ئ نظر لګي ھغہ ھومرہ فراخہ شی او دَ جنت فرشونہ ورتہ لاندے وغوړوي نو ښي جانب تہ بہ ورتہ دَ جنت دروازہ کھولاؤ شی او ھغہ خپلہ مانړئ او ھر څه بہ وینی او ھغہ دوہ ملائیکےؑ بہ ورتہ ولاړے وی او زیرے بہ ورتہ ورکوی او صبا بيګا ورلہ زیرے ورکوی چہ دغہ بنګله دِے دہ ، دغہ دِے جنت دے ۔ نو قبر دے خدائ پاکٔ زمونږ او ستاسو دَ پارہ دَ جنت باغیچہ جوړه کړي آمین او دَ کافرانو او بے دینانو دَ پارہ کندہ دَ دوزخ دہ او دوہؔ ملائیکے علیھم السلام ورتہ ولاړے وی او ھغویؑ ئے پہ دے ګُرَزۡ باندے وھی ۔ نو پہ ھغے باندے ھغہ زرے زرے کيږي او بیا پہ دویٔم ځل ژوندے کيږي ۔ نو دا خو ئے دَ قبر عذاب دے ۔ اللہ پاکٔ دے مونږ او تاسو ددے نہ وساتی (آمین) چہ پہ ګنړو احادیثو او کتب عقائد سرہ ثابت دے او پہ قیامت کښ بہ ئے بیا جھنم تہ ورغورزوی ۔ نو رونړو ھغہ بادشاہ خو دَ اسلام وو کَنہ ۔ نو ھغہ ئے ډير قدر او عزت وکړو او خپل سامان وغیرہ ئے زان سرہ راواغستل او دے غار تہ دَ اولیآءوؒ خوالہ راغے چہ مونږه ئے دیدن اوکړو ځکه چہ دا خو اولیآءؒ دی او پہ دویؒ باندے خو ۳۰۹ کالہ عمر تیر شویدے او دویؒ وائی چہ مونږ پرون ودہ وو او اُوس راپاسیدو ۔ نو چہ دویؒ لاړل ھغہ غار تہ نو ھغہ دَ غار ملګریؒ ئے ویریدل نو دے دوہ ملګروؒ ورتہ اوئیل چہ ويريږئ مہ! دَ ھغہ کافر بادشاہ حکومت ختم شویدے او پہ مونږه باندے وخت ډير تیر شویدے او اللہ پاکٔ پہ مونږ باندے رحم کړيدے او دا بادشاہ تاسو سرہ ملاقات کوی نو پس دَ ھغے نہ ھغویؒ راپاڅيدل او دَ بادشاہ سرہ ئے ملاقات اوکړو ۔ ھغوی ھغسے تر وتازہ پراتہ وو او خوشبوئ ترے تللے نو بیا ورتہ ھغہ بادشاہ اووئیل چہ زہ بہ درلہ بنګلئ جوړے کړم او قسماقسم نعمتونہ بہ درتہ درکړم نو ھغویؒ ورتہ اووئیل چہ اے بادشاہ! اللہ پاکٔ دے تا خوشحالہ کړي او تہ بختور وے چہ راغلے دعآء لہ ۔ او پہ تاسو باندے خو نھہ دَبرہ درے سوہ کالہ عمر تیر شو او پہ مونږ باندے خو یا نیمہ او یا پورہ ورځ ۔ نو مونږ خو پہ جنت کښ پراتہ یوو نو آیا دَ جنت نہ څوک بیرتہ دوزخ تہ ځي؟ نو بس تاتہ مو دعآء اوکړه اللہ پاکٔ دے کامیاب لرہ او بادشاہ تہ ئے اووئیل چہ زہ پہ مخہ دے ښه ۔ نو بادشاہ ورتہ اووئیل چہ صندوقونہ بہ درلہ جوړ کړم نو ھغویؒ ورتہ اووئیل چہ نہ بس پہ دغہ خاورو کښ بہ پراتہ یوو ۔ نو ھغہ بادشاہ ترے بیرتہ لاړو او دویؒ ورتہ دعآء اوکړه او ھغہ اصحاب کھفؒ بیرتہ پہ دغہ ځائ باندے ودہ شول او بعض روایات پکښ پہ بل طرز ھم شتہ کما فی التفسیرالمظھری ۔ نو ھغہ خو دَ اسلام بادشاہ وو نو ھغہ پرے جُمات جوړ کړو ۔ نو اوس ھم دَ شام روم پہ علاقہ کښ ھغہ جُمات موجود دے او خلق اوس ھم ھغہ ځائ تہ دَ دعآء دَ پارہ ځي او پہ ھغہ جُمات کښ مونځ کوی او دَ ھغویؒ پہ وسیلہ باندے دَ خدائ پاک نہ بښانه غواړي خو غار تہ څوک هيڅکله نشی ورښکاره کیدے قال تعالیٰ (لَوِاطَّلَعْتَ عَلَیْہِمْ لَوَلَّیْتَ مِنْھُمْ فِرَارًا وَّلَمُلِئْتَ مِنْھُمْ رُعْباً “کچرتہ ورښکاره شے تہ اے مخاطبہ پہ دوی باندے نو وہ بہ ګرځي لدینہ پہ تیختہ سرہ او ډک بہ شی لہ دَ دویؓ نہ یری او رُعب نہ”◌ راجع ھہنا التفاسیر خصوصاً مجمع البحرین) او وؔھابیانو چہ دَ دویؓ دَ هډوکو کومہ ويډيو شائع کړے دہ نو ھغہ جَعۡلِیۡ دہ او دَدے آیت خلاف دہ ۔ نو رونړو! مونږ او تاسو تہ دے خدائ پاکٔ دَ صالحانوؒ او دَ اولیآءوؒ ډله پہ نصیب کړي (آمین) نو سپے دَ اصحاب کھفؓ چہ یو څو ورځے ئ دَ اصحاب کھفؓ څوکيداري وکړه نو سړے شو او پؔہ نورانی شکل یا دَ کبش (ګډ) پہ شکل بہ دَ اصحاب کھفؓ سرہ جنت تہ داخليږي نو یآاللہ مونږ دَ خپلو دوستانوؒ پہ ډله کښ حساب کړے (آمین) ۔ نو چہ سپی غوندے شئ دَ اولیآءوؒ پہ څوکئ باندے جنت تہ تللے شی نو مونږ او تاسو بہ ھم ځو لخیرہ سرہ انشآء اللہ تعالیٰ ۔ خو محبت دَ اولیآءوؒ سرہ پکار دے ۔ کم از کم کہ نور هيڅ څه ھم نہ وی او دَ اولیآءوؒ صحبت تہ ھم نہ شی تللے او اطاعت او خدمات وآداب او امداد ھم ورسرہ نشئ کولے چہ اعلیٰ درجہ دہ نو بس تش محبت تصدیق خو ورسرہ خامخا ساتئ نو دَ زړه محبت چہ ورسرہ ساتے نو نبی اکرم ﷺ فرمائی چہ ’’اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ اَحَبَّ ای یَوْمَ الْقِیَامَۃِ‘‘ سړے بہ پہ ورځ دَ قیامت لہ ھغہ چا سرہ پاڅي چہ لہ چا سرہ ئے پہ دنیا کښ محبت وی نو اللہ پاکٔ دے زمونږ او ستاسو محبت دَ خپلو دوستانوؒ سرہ نصیب کړي (آمین) ۔ کتابونو لیکلی دی چہ دَ چا څه قسم مسئلہ وی او دے دَ اصحاب کھفؓ دا نومونہ پہ تعویذ کښ ولیکی او ددے پہ وسیلہ سرہ دعآء اوغواړي نو ددہ دا دعآء خدائ پاکٔ قبلوی کرامۃً لھمؒ ۔ دغسے کہ باران وريږي او نہ ودریدلو نو چہ یو اوور دے بل کړو او دَھغے یو غاړے تہ دے دا نومونہ پہ څه لوښي لیکل شوی کيښودل نو بس باران بہ ودريږي او کہ باران نہ کیدلو او ددے پہ برکت دے سوال اوکړو نو بس بیا بہ باران شروع شی او نور فوائد دَ تبرکٔ دَ اسمآءوٗ دَ دویؒ مفسرینوؒ ذکر کړيدي ۔
پہ حاشیہ جلالین ص۲۴۳ حاشیہ ۱۴ کښ ئ لیکلی دی چہ علیؓ فرمائی چہ دویؒ اوہ کسان دی
❶ یملیخاؒ ❷ مکسلمیناؒ ❸ مشلیناؒ ❹ مرنوشؒ ❺ وبرنوشؒ ❻ شاذنوشؒ ❼ الراعی کشفطیطوش یا قسطنطینوس یا مرطوشؒ وھو الاصح اسم کؔلبھم قطمیرؒ ۔
او سورۃ کہف چہ دَ دویؒ پہ قصّہ مشتمل دے دَ ہرے جُمعے پہ ورځ لوستل ئ مسنون دی او دَ کامل نور دَ حصول وسیلہ دہ او دَ دجّال دَ فتنے او ہر شر او ہرے فتنے څخہ پکښ امان دے او زمونږه دَ اکابروؓ معمول دے الحمدللہ او دویؒ بہ ملګري دَ امام مھدیؓ وی کما فی الحدیث ذکرہ الامام الربانیؓ فی المکتوبات المجلّد الثانی م۶۷ حصہ ۷ ص۵۰ حاشیہ ۹ ۔
(۲) دویم نمبر ميږئ دَ حضرت سلیمان علیہ السلام
یو وخت کښ دَ حضرت سلیمان علیٰ نبیّنا وعلیہ السلام مبارکٔ تخت پہ ھوا کښ روان وو او داسے طاقت ورلہ خدائ پاکٔ ورکړے وو چہ ھر شئ ئے تابع وو معجزۃً پہ تکوین دَ باری تعالیٰ سرہ لکہ مارغان ، دیوان ، پیریان او بنیادم نو دا ھر څه دہ مبارک علیہ السلام تہ تابع وو نو یو وخت کښ دَ سلیمان علیہ السلام دا تخت پہ یوہ کندہ باندے راغے خو پدے کندہ کښ ميګان وو نو پدے ميګانو کښ یو ميګئ وہ چہ ولیّہؒ وہ نو الھام ورتہ وشو چہ تخت دَ سلیمان علیہ السلام راغے نو دے خپلو ميګانو تہ غږ وکړو چہ ’’یآاَیُّھَاالنَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسَاکِنَکُمْ لاَیَحْطِمَنَّکُمْ سُلَیْمَانُ وَجُنُوْدُہٗ وَھُمْ لاَیَشْعُرُوْنَ◌‘‘ ترجمہ : اے ميګانو! خپلو سوړو تہ ورننوزئ (ځکه چہ سلیمان علیہ السلام مبارکٔ راروان دے او یو لوئ لښکر ورسرہ دے) چہ چرتہ پہ خپو کښ مو چقړ (خړميچ) نہ کړي تاسو لرہ سلیمان علیہ السلام او دَ ھغہ لښکر او دوی بہ پوھہ نہ شی ۔ نؔو ميګان زر زر لاړل او پټ شول او خپلو سوړو تہ ورننوتل نو دا بھر ولاړه وہ او پہ انتظار کښ وہ نو ددے ميګئ دا غږ خدائ پاکٔ دَ سلیمان علیہ السلام غوږونو مبارکو تہ ورسولو معجزۃً نو سلیمان علیہ السلام مبارکٔ راغے او دَ کندے سرہ ئے ھغہ تخت کُوز کړو او ميګئ تہ ئے پیغام ورکړو چہ تا ولے دے ميګانو تہ داسے غږ وکړو؟ زہ خو څه ظالم نہ یم بلکہ زہ خو دَ انصاف دَ پارہ پدے دنیا کښ ګرزم چہ چرتہ پہ چا باندے ظلم ونہ شی او څوک بے اسلامہ پاتے نہ شی نو ھغہ ميګئ ورتہ اوئیل چہ دَ خدائ دوستہؑ! ما خو ورسرہ دا قید لګولے وو چہ ’’وَھُمْ لاَیَشْعُرُوْنَ‘‘ یعنی ھغوی بہ پوھہ نہ شی او پہ ناپوھئ کښ بہ مو چقړ کړي او دؔویم دا چہ چونکہ دا ټول دَدے ميږئ زیر تربیت وو نو ميږئ اوئیل چہ کہ کچرتہ دوی ستاسو مبارکانوؑ دا لوئ لښکر او جاہ وجلال وبادشاھت وتخت اُووینی نو چہ چرتہ دَ اللہ تعالیٰ دَ نعمتونو پہ ناشکرئ کښ واقع نہ شی او باطنی طور سرہ خړميچ نہ شی نو پدے وجہ مے پناہ کړل نو سلیمانؑ اووئیل چہ ښه دا خو دے ښه کار وکړو ۔ نو سلیمان علیہ السلام پوھہ شو چہ دا ولیّہؒ دہ نو استفادہ دَ مفضول نہ ھم پہ فضیلۃ جزی کښ جائز دہ اګر چہ افضل سلیمان علیہ السلام وو نو سلیمان علیہ السلام اووئیل چہ ماتہ نصیحت اوکړه نو ميګئ سلیمان علیہ السلام تہ اوئیل چہ پديکښ دَ خدائ پاکٔ څه حکمت وو چہ تالہ ئے دا تخت درکړيدے او پہ ہوا باندے ګرزے؟ نو سلیمان علیہ السلام اوفرمائیل چہ نہ پوهيږم نو ميګئ ورتہ اوئیل چہ پديکښ دَ خدائ پاکٔ دا حکمت دے چہ دا ستا بادشاھی او دا تخت بہ لکہ دَ بآد پہ شانتے تیر شی او چا چہ پہ دنیا اعتماد اوکړو لکہ په ھوا چہ اعتماد اوکړي او پہ فارسی شعر کښ راځي چہ دَ ھغے خلاصہ دا جوړيږي “(چہ صبا بيګا بہ دَ سلیمان علیہ السلام تخت پہ ہوا باندے تیریدو چہ پہ یوہ ګهينټه کښ بہ ئ دَ یوے میاشتے مزل کولو)” نو وئیل دا تخت درلہ خدائ پاکٔ ددے دَ پارہ درکړيدے چہ راتلونکو خلقو تہ بہ دا نشانہ پاتی شی چہ ھغہ عظیم بادشاہ علیہ السلام چہ پہ ھوا بہ ګرزيدو او دَ ټولے دنیا بادشاہؑ وو او ھر شئ ئے تابع وو نو ھغہ ھم دَ دنیا نہ لاړو نو اے خلقو چہ ګورے پہ دنیا باندے دھوکہ نہ شئ ۔
نہ لقمانؑ نہ افلاطون پہ حکمت بچ شو ::
نہ بچ شوے سکندرؑ او سلیمانؑ ::
عبرت واخلہ دَ آوازہ دَ ګړياله ::
نصیحت درتہ کوی چہ عُمر لاړ ::
؎ اگر دنیا بہ کَس پائیندہ بودے ::
ابوالقاسِم محمدﷺ زندہ بودے ::
کہ پہ دنیا کښ څوک ژوندے پاتے کیدلے نو سردار دوجہانﷺ بہ ژوندے پاتے شوے وے نو رونړو! مونږ او تاسو قبر تہ روان یوو نو پہ دنیا مہ مغرورہ کيږئ ۔ بیا ورتہ ميږئ اوئیل چہ ستا نوم ولے سلیمانؑ ايښودے شوے دے؟ نو سلیمان اوئیل چہ دا ندہ معلومہ نو ميږئ اوئیل ځکه چہ تہ سلیم الصدر ئ ۔ بیا ئ ورتہ اوئیل چہ ستا پلارؑ تہ ولے داؤدؑ نوم ايښودے شوے؟ نو سلیمانؑ اوئیل چہ نامعلومہ دہ نو ميږئ اوئیل چہ دا ځکه چہ ھغہ دَ زړه دَ زخم دوائی کړے وہ یعنی پہ خطا ئ اجتہادی نادِم شوے وو او انابت واستغفار وژړا ئ کړے وہ الخ ۔۔۔
نو مؔطلب دا چہ دویم دَ سلیمان علیہ السلام ھغہ ميګئ دہ نو دغہ ميګئ دَ سلیمان علیہ السلام نہ دا وعدہ واغستلہ چہ اے دَ خدائ دوستہؑ! ما بہ ګورے لہ ځان سرہ جنت تہ بوزے ۔ نو مبارک علیہ السلام اوفرمائیل چہ صحیح دہ نو دغہ ميګئ بہ دَ سلیمان علیہ السلام سرہ پہ ورځ دَ قیامت جنت تہ ځي (او دا یو امتحان دے چہ کلہ یو ولیؒ تہ غیر انسانی شکل وصورت ھم وراغوستے کيږي لکہ سګ اصحاب کہفؓ ، ميږئ وھُدۡھُدۡ دَ سلیمانؑ او ناقہ دَ صالحؑ او اسطونۂ حنّانہ او ونہ دَ کجھورے مبارکہ او جبل اُحد وغیر ذالکٔ او دَ راجح قؔول پہ مطابق دا مؤنث ميږئ وہ او دا قول دَ امام اعظمؓ دے بدلیل (قالتۡ نملۃ ہ الایۃ) او دَ نملۃ معنیٰ پہ نمل ښځے سرہ کول او دَ ھدھد معنیٰ پہ ھدھد سړي سرہ کول زندقۃ دے او دَ اجماع امت خلاف ورزی او دَ آیت دَ سیاق وسباق نہ واضحہ انکار دے فتدبّر العیاذباللہ ۔
: (۳) : سخے دَ ابراھیم علیہ السلام :
پہ یؔو وخت کښ ابراھیم علیہ السلام لہ بعض ملائیکےؑ دَ انسانانو پہ شکل کښ راغلے نو ابراھیم علیہ السلام کور تہ لاړو او یو چاق او څورب سخے ئے ورلہ حلال کړو او ورلہ ئے وریت کړو او رايوړو او کيښودو ئے ورتہ نو ھغے ملائیکو علیھم السلام نہ خوړلو نو ابراھیم علیہ السلام ترینہ ویرہ محسوسہ کړہ نو ھغویؑ ورتہ اوفرمائیل چہ دَ خدائ دوستہ! مونږ خو ملائیکے علیہم السلام یوو خو مونږ دِے خبر لہ راغلے یوو چہ تالہؑ دَ ځویؑ زیرے درکړو او بیا ځو چہ دَ لوط علیہ السلام قوم ھواتہ پورتہ کړو او دَ آسمان نہ ئے رانسکور کړو او کانړي پرے را اورہ وو یعنی دَدے عذاب نزول لہ ورځو نو ابراھیم علیہ السلام اوفرمائیل چہ اے دَ خدائ دوستانوؑ پہ ھغے کښ خو زماؑ ورارہ دے (یعنی لوط علیہ السلام) نو ھغہ بہ څه کوی؟ نو وے وئیل چہ ھغہ او دَ ھغہ لونړہؒ بہ ترے روغ راوباسو او نور ښار دَ اھل سدّوم او ښځه دَ لوط علیہ السلام بہ ختم شی نو دغہ سخے حضرت سیدنا ابراھیم خلیل الرحمٰن علیہ السلام پہ اخلاص ومحبت دَ صالحینوؑ باندے دغہ ملائیکوؑ لہ حلال کړے وو نو دا سخے بہ ھم پہ ورځ دَ قیامت باندے دَ ابراھیم علیہ السلام مبارکٔ سرہ جنت تہ ځي ۔
(۴) څلورم نمبر اوښه دَ صالح علیہ السلام :
حضرت صالح علیہ السلام خپل قوم تہ نصیحت کولو خو نہ ئے منلو حتیٰ چہ معجزہ ئے ترینہ وغوښتله وئیل چہ ددے ګټے نہ مونږله دَ لسو میاشتو بلاربہ اوښه راوباسہ چہ بس لنګه شی او مونږ ترے ځانله شودہ راخلو ۔ نو صالح علیہ السلام مبارکٔ ورتہ اوفرمائیل چہ داسے مہ وایئ ځکه کہ بیا مو انکار وکړو نو ګورے ھلاکٔ بہ شئ خو ھغوی نہ منلہ نو صالح علیہ السلام خو پیغمبرؑ وو چہ ھغہ ګټه ئے پہ ھمسا مبارکہ باندے اوو ھلہ نو دَ ھغے نہ دَ لسو میاشتو بلاربہ اوښه راووتلہ او پہ ھغہ ځائ لنګه شولہ پہ معجزہ او برکت دَ صالحؑ نو صالح علیہ السلام ورتہ اوفرمائیل چہ ګورے دا دَ معجزے اوښه دہ څه معمولی خبرہ نہ دہ ګورے دِے تہ بہ نقصان نہ رسوئ او دَ ټول ښآرئے خلق بہ رازئ او ددے نہ بہ پئ (شودہ)وړئ او سکئ ئے خو کہ ضرر مو ورتہ ورسولو نو بیا بہ مو خیر نہ وی ۔ نو چہ ھغوی ترے شودہ واغستل او مست شول نو بس آخر دا چہ ھغہ اوښه ئے پہ تورہ باندے اوہ ھلہ او مړه ئے کړه چہ قدّار بن سالف اشقیٰ ئ مشری کولہ او ھغہ بچے ئے بیرتہ پہ ھغہ ګټه کښ ورننوتلو ۔ نو دغہ اوښه بہ پہ ورځ دَ قیامت دَ صالح علیہ السلام سرہ جنت تہ ځي او پہ ھغہ قوم باندے خدائ پاکٔ عذاب راوستلو او ټول ھلاکٔ شول ۔ دا ټول واقعاتِ قرآنیہ دی ۔
پہ حدیث شریف کښ راځي چہ اشقیٰ دَ پخوانو امتونو قدار بن سالف وو او اشقیٰ دَدے امت قاتل دَ علی مرتضیٰؓ دے یعنی عبدالرحمٰن بن ملجم خارجی ۔
(۵) پنځم نمبر ګډ دَ حضرت اسماعیل علیہ السلام :
کلہ چہ حضرت ابراھیم علیہ السلام مبارکٔ تہ لہ خدائ پاکٔ لہ طرفہ امر اوشو چہ خپل ځوي علیہ السلام دے حلال کړه نو ابراھیم علیہ السلام ډيرے قربانئ اوکړے حتیٰ چہ ګډے ، بیزے او غوایان او اوښان وغیرھا ئے حلال کړل نو اللہ جلّ شانہٗ ورتہ اوفرمائیل چہ دا ماتہ منظورے ندی بلکہ دا خپل جګر ګوشه ځوي (اسماعیل علیہ السلام) دے بوزہ او حلال ئے کړه نو ګوره دا څومره ګرانه خبرہ دہ نو ھغہ مبارکٔ علیہ السلام اوئیل چہ یآاللہ زما خو ستا نہ خپل سَر ھم قربان دے ۔ نو اسماعیل علیہ السلام ئے سنبھال کړو او بو ئے تللو ځائ دَ ذبحے تہ نو مبارکؑ خپلے سترګے ھم وتړلے او دَ اسماعیل علیہ االسلام سترګے ئے ھم وتړلے ۔ نو ھغہ ځوئ مبارکٔ علیہ السلام ورتہ وائی چہ باباجی علیہ السلام ګورے چہ تقصیر ونہ کړے او چاړه راباندے راکاږه تابعدار یم ۔ نو پدے وخت کښ یو ملائیکہؑ راغلہ او دَ جنت نہ ئے ګډ راوستلو او پہ ھغے باندے ابراھیم علیہ السلام چاړه راښکله او بیا ئے ھغہ ګزار کړه نو چہ ھغہ چاړه ئے څنګ ګزار کړه نو دہ مبارکٔ علیہ السلام دا ګمان وکړو چہ ګنے ځوے علیہ السلام مے حلال کړو او پہ حقیقت کښ ھغہ مبارکٔ علیہ السلام ګډ حلال کړے وو نو چہ چاړه ئے ګزار کړه نو پہ ہوا کښ ئے قحطی ملخ اوہ ھلو او پہ دریاب کښ ئے مھے اوہ ھلو ۔ نو نبی اکرم ﷺ فرمائی چہ “دمان حلالان مَیْتَتَانِ حَلاَلَانِ الکبد والطحال والسمکٔ والجراد الحدیث‘‘ یعنی دوہ وینے حلالے دی یو جګر او بل تورے او دوہ مردارے حلالے دی یعنی مھی او ملخ (قحطی) نو دوہ میتتے دی چہ بغیر دَ ذبحے نہ حلالے دی یو مھے او بل ملخ قحطی ۔ نو دا دَ ھغہ چړے برکت وو او اسماعیل علیہ السلام خدائ پاکٔ روغ پاتے کړو نو دغہ ګډ بہ پہ ورځ دَ قیامت دَ اسماعیل علیہ السلام مبارکٔ سرہ جنت تہ ځي ۔ دا دَ حضرت ھابیلؓ قبول شوی ګډ دَ صدقے وو چہ دَ ہاتھی ھومرہ غټ وو او ښکر ئ دَ سرو زرو وو او غوښه ئ یا مرغانو اوخوړه او یا درے حصّے کړے شوہ والتفصیل فی المطولات وترجمۂ صد مسائل وفیض مبارکؒ ترجمہ شکٔ وفکٔ ۔
: (۶) غوا دَ حضرت موسیٰ کلیم اللہ علیہ السلام :
دَ موسیٰ علیہ السلام مبارکٔ نہ یو وخت کښ خلقو معجزہ وغوښتله ځکه چہ بنی اسرائیلو دَ مال پہ وجہ یو کَس وژلے وو او دعویٰ ئے دَ کلی پہ خلقو کړے وہ او قُسَامے تہ ئے چل جوړ کړے وو نو وارثانو قضیہ حضرت موسیٰ علیہ السلام تہ پیش کړه او بعض پکښے اُوئیل چہ مونږ بہ ھلہ ایمان راوړو چہ دا مړے راتہ راژوندے کړے ۔ نو پہ ھغہ وخت کښ یو ولیؒ دَ اللہ تعالیٰ وو چہ وفات شوے وو او ھغہ سرہ یوہ سخئ وہ چہ ځنګل تہ ئے شړلے وہ چہ مُذَھَّبَہ نوم ئے وو نو خپلے بی بیؒ تہ ئے اووئیل چہ دا بہ پہ غر کښ څريګي او ستاسو نہ څه نہ غواړي ۔ خو چہ کلہ ھم درتہ ضرورت پیخ شو نو دا بہ راولے او خرڅه بہ ئے کړئ ۔ نو بنی اسرائیلو تہ چہ دا قضیہ پيښه شوہ او دَ بقرے دَ ذبح کولو حکم ورتہ اوشو نو دَ ھغے اوصاف صرف پدے غوا کښ موجود وو نو ھغوی خو ورپسے ډير وګرزيدل خو غوا چرتہ پیدا کیدلہ؟ نو دَ ھغہ ولی مبارکؒ بی بیؒ خپل بچیؒ تہ اووئیل چہ ورشہ او پہ ھغہ ځنګل کښ زمونږ غوا دہ او داسے آواز بہ ورتہ اوکړے چہ اے مُذَھَّبِے دلتہ راشہ او ستا دِے قسم وی پہ الٰہ دَ ابراھیم علیہ السلام او اسماعیل علیہ السلام او اسحٰق علیہ السلام او یعقوب علیہ السلام باندے چہ ماتہ تسلیم شہ ملخصاً از تفسیر (مظہری) ۔ نو چہ دہؒ ورتہ غږ وکړو نو ھغہ ئے خوالہ راغلہ نو چہ راغلہ نو دہ دَ څټ نہ ئے ونیولہ ۔ نو ھغہ مذھّبے غوا ورتہ اووئیل چہ ماتہ راسور شہ چہ آسانی درتہ اورسی نو دہ ورتہ اووئیل چہ نہ ! پہ تا نہ سوريږم دا بے ادبی دہ ځکه چہ ماتہ دَ مورؒ لہ طرفہ اجازہ نشتہ نو بس دغسے دے خپل کور تہ بوزم نو غوا ورتہ ګويا شوہ چہ تہ دومرہ دَ صالحے مورؒ تابع ئ نو کہ غر تہ اووائے نو ھغہ بہ ھم درسرہ روان شی ۔ نو چہ کور تہ ئے بوتلہ نو مورؒ ورتہ اووئیل چہ بچیہؒ! دا میلے تہ بوزہ خو پہ درے اشرفئ باندے بہ ئ خرڅوے او ځما مشورہ بہ پکښ شرط وی ۔ نو ھغہ چہ روان شو او غوا ئے لہ ځان سرہ روانہ کړه نو پہ لارہ کښ ورلہ مَلکٔ علیہ السلام مخے لہ ورغے نو ملکٔ علیہ السلام ورتہ اوئیل چہ څه کوے؟ نو دہ ورتہ اوئیل چہ دا غوا پہ درے اشرفئ خرڅوم او دَ مور رضا بہ پکښ شرط وی ۔ نو ملکٔ علیہ السلام ورتہ امتحاناً اوفرمائیل چہ پہ شپږ اشرفئ بہ ئ واخلم او دَ مور رضا مہ شرط کوہ نو ھلکؒ اوئیل ہرګز نہ اګر چہ څرمن ئ رالہ دَ سرو زرو ډکه کړے نو مور بی بیؒ ورتہ اوئیل چہ شپږ اشرفئ شوے او بیا زما رضا شرط شوہ نو ملک علیہ السلام اوئیل چہ دولس اشرفئ بہ درکړم او دَ مور رضا مہ شرط کوہ نو مور بی بیؒ ورتہ اووئیل چہ ملکٔ علیہ السلام دے ستا امتحان اخلی نو مشورہ ترے طلب کړه نو ھغہؑ ورتہ اووئیل چہ صبر اوکړئ او پہ یہودو بہ ئ خرڅه کړئ او دا غوا دَ لږو روپو نہ دہ بلکہ ددے غوا بنی اسرائیلو تہ سخت ضرورت دے نو چہ ھغوی کلہ پدے غوا پسے راشی نو تہ بہ ورتہ اووائے چہ ددے غوا څرمن بہ رالہ دَ سرو زرو نہ ډکه وئ نو ھلہ بہ ئ درکوم ۔ نو دے بیرتہ کورتہ لاړلو او مور بی بیؒ تہ ئ اوئیل چہ ماتہ خو دغسے اوئیلے شو ۔ نو ھغے وئیل چہ بچیہ دا خو ښه خبرہ دہ کہ کيږي نو ودیشی ۔ نو چہ ھغہ بنی اسرائیل بیا پدے غوا پسے راغلل نو دہ ورتہ اووئیل چہ ددے غوا دا څرمن بہ رالہ دَ سرو زرو پہ پیمانہ کړئ نو ھلہ بہ ئ درباندے در خرڅه کړم نو دَ شپږ اشرفو غوا کروړونو تہ ورسیدلہ ۔ نو دَ اولیآءوؒ څومره لوئ کرامت دے او دا دَ ھغہ ولیؒ دعآء وہ دَ خپلو بچوؒ دَ پارہ ملخصاً از تفسیر مظہری جـ۱ صـ۸۱ ۔ دا ځوانؒ پخپلہ ھم صالح ، تھجد ګزار او سَخِیۡ وو او دَ صالح مورؒ وپلارؒ او دَ اولیآءوؒ دعآء ورسرہ ھم ملګرے وہ نو داسے غیبی فراخی ورتہ میلاؤ شوہ او دا عبرت دے ہر مسلمانؒ لرہ ۔ نو ھغہ څرمن ئ ورتہ پہ سرو زرو پیمانہ کړه او ھغہ غوا ئے حلالہ کړه او ھغہ دَ غوا بعض حصہ ئے ويوړه پہ ھغہ مړي باندے ئ راښکله نو ھغہ راژوندے شو قال تعالیٰ (فَاضْرِبُوْہُ بِبَعْضِہَا ◌ الایۃ) او بعض ملیان چہ ئ دا معنیٰ کوی چہ (فاضربوہ ببعض دمھا اِبرۃً) نو دا تفسیر بالرای او دَ معجزے نہ امر عادی جوړه ول دی او لوئ جرم دے بلکہ دَ ببعضھا نہ مراد بعض حصّہ غیر معیّنہ دَ دغہ غوا دہ (رَاجِعۡ مجمع البحرین للتفصیل) نو ھغہ اووئیل چہ اے رونړو! جګړه مہ کوئ ځکه چہ زہ خپلو وریرونو وژلے یم پہ میراث باندے ۔ نو بس ھغہ جګړه ختمہ شولہ او دے بیا وفات شو ۔ نور بیا تفصیلات پکښ ډير دی ۔ نو دغہ غوا بہ پہ ورځ دَ قیامت دَ موسیٰ علیہ السلام سرہ پہ صورت دَ کبش کښ جنت تہ ځي او زہ ئے دَ ځانه نہ وایم بلکہ روح البیان شریف ئے وائی چہ لس جلدہ تفسیر دے ۔
: (۷) اوښه دَ حضرت رسول اکرم ﷺ :
چہ دغہ اوښه بہ پہ ورځ دَ قیامت کښ دَ رسول اللہ ﷺ سرہ جنت تہ ځي والتفصیل فی کتب الاحادیث والسیرۃ الطیبۃ ۔
: (۸) اتم نمبر خَر دَ حضرت عُزیر علیہ السلام :
عُزیر علیہ السلام یو پیغمبرؑ وو او دَ ھغہ مبارکؑ یو خَر وو چہ پيټي بہ ئ پرے اوړلو او پہ قرآن شریف کښ رازی چہ ’’اِنَّ اَنْکَرَالْاَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِیْرِ‘‘ چہ بے شکہ دَ ټولو نہ ناکارہ آواز آواز دَ خَر دے او پہ حدیث شریف کښ راځي چہ کلہ خر هنړهار کوی نو تاسو اعوذ باللہ اُوایئ ځکه چہ دے دَ شیطان پہ لیدلو آواز کوی نو چہ اعوذ باللہ پرے اووائے نو دَ شیطان دَ شر نہ بہ محفوظ شے او بانګي دَ ملکٔ علیہ السلام پہ لیدلو آذان کوی نو دَ رحمت وفضل سوال اوکړئ (تفسیر مظہری) نو ګوره دَدے ہر څہ باوجود چہ دغہ مخصوص خر چہ پيټے دَ عزیر علیہ السلام بہ ئے وړلو نو دا خَر بہ ھم دَ عزیر علیہ السلام مبارکٔ سرہ جنت تہ ځي ۔
(۹) ھُدھُد دَ حضرت سلیمان علیہ السلام
بلقیسؒ چہ وہ نو دا دَ یمن دَ بادشاہ پہ تخت ناستہ وہ ۔ نو اتفاقی طور دَ سلیمان علیہ السلام مُلَاچَرۡګَک شہر سبا تہ والوتلو نو ھغہ ھُدۡھُدۡ چہ لاړلو نو دَ بلقیسےؒ پہ باغ باندے ورکوز شو ۔ نو ددے ملاچرګک نوم غفیر وو او دَ ھغہ باغ دَ ملاجرګک نوم غفور وو ۔ نو دَ ھغہ سرہ ئ خوشامندی اوکړله او بیا ئ ترینہ جلدی کولہ وئیل چہ زہ زمہ ھلتہ زما یو بادشاہِ عظیم علیہ السلام دے ھسے نہ چہ بیا مے حلال کړي نو ھغہ بل ملاچرګک ورتہ اووئیل چہ تا دلتہ څه لیدلی دی چہ تہ ځے؟ راشہ چہ تماشہ درباندے اوکړم نو دَ بلقیس بی بیؒ تخت لہ ئ بوتللو نو ملاچرګک دَ ھغے ھغہ جاہ وجلال ولیدلو نو پدے وخت کښ سلیمان علیہ السلام دَ ھُدۡھُدۡ پہ انتظار وو نو وے فرمائیل چہ ھغہ ھُدۡھُدۡ څه شو؟ یا بہ واضحہ دلیل راوړي او یا بہ ئ حلال کړم او یا بہ ورلہ سخت عذاب ورکړم نو چہ ھغہ ھُدۡھُدۡ واپس راغے نو عاجزی ئ اوکړله او سلام ئ اوکړو چہ تفصیل ئ پہ تفاسیرو کښ بیان دے او بیا ئ اووئیل چہ ما خو یو ناشنا ځائ ولیدو ۔ دَ یمن پہ یو ښار باندے تللم نو ھلتہ پہ یو باغ باندے کُوز شوم او پہ ھغے باندے بادشاھی دَ بلقیسے بی بیؒ دہ چہ دَ یمن دَ بادشاہ لُور دہ او ھغہ نوَر تہ سجدہ کوی نو نہ تا پیژنی او نہ خدائ پیژنی ۔ نو سلیمان علیہ السلام مبارکٔ ورتہ خط اُولیکلو چہ ’’اِنَّہٗ مِنْ سُلَیْمَان وَاِنِّہٗ بسم اللہ الرحمٰن الرحیم اَلاَّ تَعْلُوْا عَلَیَّ وَأْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ◌‘‘ یعنی دا خط دَ سلیمان علیہ السلام څخه دے او دَ خدائ رحمٰن رحیم پہ نوم باندے دے چہ ځان اوچت اونہ شمیرئ پہ ما باندے او راتلہ اوکړئ ماتہ مسلمانان او ورتہ اوفرمائیل چہ اے بلقیسہؒ فوراً ځان راورسہ وہ ګني داسے بہ دے خړميچ کړم چہ نوم و نشان بہ دے ختم شی ۔ نو سلیمان علیہ السلام ورتہ اوفرمائیل چہ غلے بہ کینے او دا خط بہ دَ ھغے پہ غيږ کښ ورواچوے او ګورے بہ چہ څه وائی؟ نو ھغے ھغہ خپل وزیران راغونډ کړل او وے وئیل چہ داسے خط کریم راتہ راليږلے شوے دے نو څه کوؤ جنګ ورسرہ کؤو کَنہ تسلميږو؟ نو ھغہ وزیرانو ئ دباؤ اوکړلو چہ زمونږه خو لوئ ملکٔ دے جنګ بہ ورسرہ اوکړو نور ستا خوښه دہ نو ھغہ بلقیسہؒ ډيره هوښياره وہ وے وئیل چہ نہ ځکه چہ ’’ اِنَّ الْمُلُوْکَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَۃً اَفْسَدُوْھَا وَجَعَلُوْا اَعِزَّۃَ اَھْلِھَا اَذِلَّۃً وَکَذَالِکَ یَفْعَلُوْنَ ‘‘ یعنی دغہ بادشاھان چہ کلہ یو کلی تہ ورداخل شی نو ورانہ وی ھغے لرہ او زیر و زبر ئ کړي او دَ دغہ کلی عزتمند خلق ذلیل کوی او ھم دغسے کار کوی نو زہ جنګ کول نہ غواړم بلکہ تجربہ پرے کوم ۔ کہ سلیمان علیہ السلام پیغمبر وو نو دَ پیغمبر مبارکٔ علیہ السلام سرہ څوک جنګ نہ شی کولے ۔ نو ډالئ ئ ورلہ جوړه کړه او لس کسان ئ ورلہ مقرر کړل او جینکو تہ ئ دَ نارینہ وٗ جامے واغوستلے او نارینہ تہ ئ دَ ښځو جامے واغوستلے او لس قچرے کم و زیات ئ ورلہ پہ سرو زرو باندے بار کړلے ۔ نو سلیمان علیہ السلام مبارکٔ خو پیغمبرؑ وو او پیغمبرؑ څوک خطآء کولے شی؟ بلکہ نہ نو دوی چہ ورغلل نو سلیمان علیہ السلام پہ تخت باندے اُوچت ناست دے او اعلیٰ تجمّل ئے جوړ کړے وو او دَ سرزرو او سپینو زرو دَ خختو فرشونہ ئ تیار کړي چہ ھغوی تہ خپلہ ھدیہ حقیرہ ښکاره شی او دَ ھغہ ځائ نہ ئ ورتہ غږ وکړو چہ داسے وکړئ چہ دا کومے قچرے تاسو پہ سرو باندے بار کړيدي نو دا زما پکار نہ دی دا بیرتہ یوسئ او بلقیسےؒ لہ ئ ورکړئ او دا بہ ورتہ اووائئ چہ بادشاھان خو ټګي نہ کوی نو ناپوھے تا دا ټګي ولے کړيده چہ جینکو تہ دے دَ ھلکانو جامے اغوستے دی او ھلکانو تہ دے دَ جینکو جامے اغوستلے دی؟ نو ھغہ کوم ګورنر ئ چہ وو نو ھغہ ورتہ اووئیل چہ راځئ چہ واپس لاړشو یقیناً چہ دا پيغمبر علیہ السلام دے نو لاړل او بلقیسےؒ تہ ئ اووئیل چہ ھغہ وائی چہ پہ آنۡ فَنۡ (فوراً) کښ بہ راشے او کہ رانغلے نو زیر و زبر بہ دے کړم نو بیا بلقیسؒ تسلیم شوہ او ایمان ئے راوړو او دَ سلیمان علیہ السلام پہ بیبیانوؒ کښ حساب شوہ او پہ مينځ کښ پکښ دَ آصف بن برخیاؒ کرامت ھم ظاھر شو چہ تفصیل ئ پہ قرآن مجید کښ موجود دے نو دغہ ھُدۡھُدۡ چہ دَ سلیمان علیہ السلام او دَ بلقیسےؒ پہ مينځ کښ ئ تګ راتګ کړيدے نو دا ھدھد بہ دَ سلیمان علیہ السلام سرہ پہ قیامت کښ جنت تہ ځي ۔ اللہ تعالیٰ دے مونږ او تاسو تہ دَ خپلو دوستانوؒ ډله پہ نصیب کړي رونړو دا خبرے دَ زړه پہ غوګونو اوریدل پکار دی ۔
:(۱۰) مھے دَ حضرت یونس علیہ السلام :
چہ ابتلآءً ئ یونس علیہ السلام پہ خيټه کښ درے ورځے تیرے کړيدي او (لآالٰہ الاّ انت سبحٰنکٔ انی کنت من الظالمین◌) ئ پکښ لوستلے دے نو دغہ مھے بہ ھم دَ یونس علیہ السلام سرہ جنت تہ ځي ۔ دا لس حیوانات پورہ شو ۔ نو دا خو دَ ھغہ څيزونو ذکر اوشو چہ کوم ذوی الروح وو یعنی روحونہ ئ لرل او اوس درتہ دَ ھغہ شی ذکر کوم چہ غیر ذوی الروح دے لکہ چہ پہ مدینہ منورہ کښ دَ اسلام دَ غُربت زمانہ وہ او منبر نہ وو جوړ شوے نو مبارک ﷺ بہ یوے ستنے مبارکے تہ دورانِ وعظ ډډه لګوله ۔ بیا چہ کلہ اسلام غالب شو او منبر جوړ شو او څادر وشال مبارکٔ ئ پرے وغوړولو نو صحابہ کرامؓ ډير خوشحالہ وو چہ نن بہ نبی اکرم علیہ الصلوٰۃ والسلام دِے منبر شریف تہ ورخیژی او مونږه تہ بہ وعظ کوی ۔ نو چہ نبی اکرم ﷺ دَ سحر مونځ اوکړو او دَ ستنے نہ ئ خپلہ ډډه راښکله چہ ھغے تہ بہ ئ اُستن حنّانہ وئیلہ یعنی اسطوانۃ حنّانہ (ستن ژړا کونکےؑ) نو ستنے پرے ژړا شروع کړه ۔
Latest Posts
Loading latest posts...