(شان نزول  سورۃ الاخلاص)

اسمآء ددے سورۃ پہ مثل دَ سورۃ فاتحہ شریفے دَ شلو نہ زیات دی چہ دلالۃ پہ عظمۃ شان ددے لری (تفسیر مجمع البحرین وکبیر وغیرہ)

کلام اول(۱) پدے خبرہ کښ چہ سورۃ الاخلاص مکّی دے او کہ مدنی؟ نو پدے خبرہ کښ اختلاف دے ۔ ❶بعضؔ علمآءؒ فرمائی پہ موافق دَ ترمذیؒ ، حاکمؒ ، ابن خزیمہؒ دَ روایت سرہ چہ مشرکین دَ مکّے مکرمے حضرت رسول اکرم ﷺ لہ راغلل او دَ ھغہﷺ نہ ئ تپوس اوکړو چہ ته مونږه تہ دَ خپل رب جلّ شانہٗ نسب بیان کړه او دا رنګے روایت طبرانیؒ ھم بیان کړے دے نو اللّٰہ پاکٔ دَ ھغوی پہ رد کښ سورۃ الاخلاص نازل کړو چہ (قُلْ ھُوَ اللہ احد الایۃ) چہ اللہ یکتا او احد دے نسب نلری او سبب او علّت دادے چہ (اللہ الصمد) اللہ بے احتیاجہ دے ھغہ نسب وغیرہ تہ حاجت نہ لری نو پدے دوانړو روایتونو سرہ دا سورۃ مکّی دے او ❷بعضؔ علمآءؒ لکہ ابن ابی حاتمؒ وغیرہ فرمائی چہ یھود راغلہ چہ پہ ھغوی کښ یو کعب ابن شرف وو او حُیَیْ بن اخطب وو نو دوی اوئیل ای محمدﷺ تہ مونږه تہ دَ خپل رب وصف بیان کړه نو اللہ تعالیٰ دَ ھغوی پہ رد کښ دا سورۃ نازل کړو چہ زما د رب جلّ وعلا شانہٗ وصف دادے چہ مور و پلار او نسب نہ لری  ځکه چہ دا احتیاج دے او دارنګے ابن جریرؒ او قتادہؒ او ابن المنذرؒ د سعید بن جبیرؒ نہ روایت کړيدے او علامہ بغوی صاحبؒ دَ ضحاکٔؒ او قتادہؒ او مقاتلؒ دا قول ذکر کړيدے او وئیلی ئ دی چہ دا اَحْبار (د یھودو علمآء) وو او دوی دَ حضرت سیّدنا محمدﷺ نہ تپوس اوکړوچہ مونږه دَ تورات علمآء یو مونږه پہ تورات کښ ذکر دَ اللہ اوریدلے دے خو تہ مونږ تہ خبر راکړه چہ دا د څه شی نہ جوړ دے او څه خوری اوسکی او دَ چا وارث دے او دَ دہ میراث بہ څوک وړي نو اللہ جل شانہ دَ ھغوی پہ رد کښ دا سورۃ نازل کړو چہ اللہ یکتا او لاشریکٔ دے مثل نہ لری او خوراکٔ څخاک وغیرہ نہ کوی ځکه چہ لم یلد و لم یولد دے یعنی نہ دے دَ چا والد دے او نہ مولود دے او ابوؔالشیخؒ ذِکر کړی دی چہ یھود دَ خیبر راغلل او وے وئیل چہ اے محمدﷺ! اللہ تعالیٰ ملائکےؑ دَ نُور نہ پیدا کړی دی او آدم علیہ السلام ئے دَ اَخْکلے شوی خټے نہ پیدا کړلو او ابلیس ئے د اُور دَ لمبو نہ او آسمان ئے دَ دُخان (لوګے) نہ او زمکہ ئے دَ زګ د اُوبو نہ پیدا کړه تہ اوس مونږه تہ خبر راکړه چہ ستا رب دَ څه شی نہ پیدا دے؟ نو نبی کریم ﷺ جواب ورنکړو ساکت شو نو جبرئیل علیہ السلام راغے او دا سورۃ الاخلاص ئے نازل کړو نو بنآء پدے قول باندے او پدے روایاتو باندے دا سورۃ مدنی دے ځکه چہ یہود پہ مدینہ منورہ او خیبر کښ وو او ابنؔ جریرؒ روایت کړيدے دَ ابوالعالیۃؒ نہ چہ ډله دَ احزابو او غټان دَ ھغوی راغلہ نو تپوس ئے اوکړو نو جبرائیل علیہ السلام راغے او دا سورۃ ئے راوړو نو پدے سرہ تعارض ختم شو او ظاؔھرہ شوہ چہ دا سورۃ مدنی دے او مراد پہ مشرکین سرہ یا قادۃ الاحزاب شو او یا یھود شو او ابن عباسؓ ورتہ مکّی وئیلے دے ۔ عامر بن طفیل او اَرْبدبن ربیعہ دے دوانړو کافرانو اوئیل چہ محمد ﷺ تہ مونږه چاتہ بلے؟ نو ھغہ مبارک ﷺ اوفرمائیل چہ اللہ تعالیٰ تہ نو ھغوی اوئیل چہ دَ ھغہ وصف بیان کړه چہ ددہ کُنۡہَ دَ ذات یعنی حقیقت ئے څه دے چہ دَ سرو زرو نہ جوړ دے او کہ دَ سپینو زرو نہ جوړ دے او کہ د وسپنے نہ  جوړ دے او کہ د لرګي نہ جوړ دے؟ نو بس دَ ھغوی پہ رد کښ دا سورۃ نازل شو او اربدبن ربیعہ پہ صاعقہ سرہ ھلاکٔ شو او عامر بن طفیل پہ طاعون مرض سرہ ھلاکٔ شو (نعوذباللہ)

( ترجمۂ قُل ھُوَاللہ احد ◌ )

’’قُلْ ھُواللہُ احد‘‘ قل صیغہ د امر حاضر واحد مذکر دہ نو پدے سرہ خطاب کولے شی حضرت محمدﷺ تہ او ’’ھو‘‘ یا ضمیر مبتدا دے او ما بعد جملہ ئے خبر شو او یا ’’ھو‘‘ پہ معنی دَ الذی موصولہ سرہ دے نو تقدیر ئے دارنګه شو چہ (قل یامحمدﷺ الّذی سئلتمونی فی حقہ ھواللہ احد) یعنی اووایہ اے محمد ﷺ چہ ھغہ ذات چہ تاسو تپوس کړے دے زما نہ دَ ھغہ پحقلہ نو ھغہ اللہ یکتا دے ۔ اوس دَ اللہ معنیٰ او دَ احد معنیٰ څه دہ؟ نو معنی دارنګه شوہ چہ اللہ معبود برحق او موجود بذاتہٖ تہ وائی او دا ھغہ ذات تہ وائی چہ واجب الوجود دے او مستجمع دے جمیع صفاتو دَ کمال لرہ او منزّہ دے دَ ھر عَیب او نقصان او زوال نہ او اؔحد پہ معنیٰ دَ یکتا سرہ شو او کہ چؔرتہ څوک سوال وکړي چہ ھلکہ ھغوی خو دَ اللہ تعالیٰ دَ وحدانیت او شرکت پہ بارہ کښ سوال نؤو کړے بلکہ ھغہ دوی تہ معلوم وو خو تپوس ئے دَ کَنۡہَ دَ ذات کړے وو چہ آیا دا دَ څه شی نہ جوړ دے او څه صفات لری نو څنګه جواب پہ احد سرہ وشو دلتہ خو پہ مابین دَ سوال او جواب کښ مطابقت نہ ښکاری نو جؔواب دادے چہ دَ اَحَدْ نہ مراد واحد فی الوجود يواځے ندے بلکہ مراد دَ دینہ ھغہ دے چہ (مایکون منزھاً عن جمیع انحآء الترکیب والتعددِ وما یستلزم احدھما من الجسمیۃ والتحیّز والمشارکۃ بشئٍ من الاشیآء فی الحقیقت) مراد دَ احد نہ ھغہ ذات دے چہ دا اللہ داسے واحد او لاشریک دے چہ پاکٔ او منزہ دے دَ ھر قسم عیب او شائبے دَ عیب نہ او منزّہ دے دَ جمیع انواعو دَ ترکیب او تعدّد او دَ لوازمو دَ ھغے نہ چہ جسمیّۃ او تحیّز او مشارکت دی (اللّٰہ الصمد) اللّٰہ تعالیٰ مقصود بالّذات ، غیر محتاج او مرجع الیہ دَ خلائقو دے (لم یلد) څوکٔ ئے زيږه ولی ندی (ولم یولد) او دَ چانہ زيږيدلے ندے (ولم یکن لہٗ کفوا احد ہ) او نشتہ دے دَدہ دَ پارہ سیال او مساوی هيڅوکٔ ۔ والتفصیل فی کتب التفاسیر مثل التفسیر المظہری ومجمع البحرین وغیرھما فلیراجع واللہ اعلم او دَدے سورۃ مبارکہ تؔفسیرالھامی پہ موافق دَ قواعدو دَ امام ربانیؓ سرہ پہ مکتوبات معصومیہؒ جلد اول کښ او مزید تفسیر بموافق علم ظاہر پہ تفاسیر اہلسنتؒ او مجمع البحرین کښ مذکور دے او دا مشت نمونہ خروار شوہ القطرۃ تنبئ عن البحرالغدیر والسلام

Latest Posts

Loading latest posts...

Leave a Comment